د سوئيلي افريقې په ضد سيريز لپاره د قامي ټېسټ لوبډلې اعلان نن كېږي

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د سوئيلي افريقې په ضد سيريز لپاره د قامي ټېسټ لوبډلې اعلان نن د زيارت په ورځ كېږي۔ د قامي لوبډلې چيف سلېكټر محمد وسيم له مخې په ابتدائي توګه به 20 كسيزه ټېسټ سكواډ اعلانولے شي۔ د حتمي 16 كسيزه ټېسټ اسكواډ اعلان به د ټیم منېجمنټ او سلېکشن کمېټۍ په مشاورت كېږي۔ تر ټولو وړاندې سلېكشن كمېټۍ كښې شاملو ټولو 6 هېډ كوچز سره مشاورے شوے۔ هېډ كوچ مصباح الحق او د قامي لوبډلې كپتان بابر اعظم سره هم مشاورت شوے۔ ده ووئيل د نيوزي لېنډ دورې په مهال او ډومېسټك كركټ كښې د لوبغاړو د كاركردګۍ بشپړ جاج اخستلے شوے۔ د قامي ټېسټ اسكواډ اعلان نه وړاندې به كراچۍ كښې سلېكشن كمېټۍ سره يو وارې بيا مشاورت كولې شي۔