د سوئيلي افريقې كركټ لوبډله به د جولائي په مياشت كښې د آئرلېنډ دوره كوي

جوهانسبرګ 24 فروري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډله به د جولائي په مياشت كښې د آئرلېنډ دوره كوي. د كركټ ساٶتھ افريقه ﴿سي اېس اے﴾ لخوا جاري اعلاميې له مخې د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډله به سږ كال د جولائي په مياشت كښې د آئرلېنډ دوره كوي. د سوئيلي افريقې لوبډله به د دورې په مهال د آئرلېنډ په ضد درې يو ورځني او درې ټي ټونټي مېچونه كوي