د سوئيلي افريقې او د پاكستان مېرمنو كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبے يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

ډربن 18 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او د پاكستان د كركټ د مېرمنو لوبډلو ترمېنځه د درېو مېچونو د سېريز وړومبے يو ورځنے مېچ به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ په ډربن كښې كېږي. د پاكستان د كركټ لوبډله به د كوربه لوبډلې په ضد د درېو ټونټي مېچونو سېريز هم كوي. د يو ورځنو مېچونو د سېريز دوهم مېچ به د جنورې په 23مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د جنورې په 26مه نېټه كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبے ټي ټونټي مېچ به د جنورې په 29مه نېټه، دوهم د جنورې په 31مه نېټه او دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به د فرورې په 3مه نېټه كېږي. د پاكستان د كركټ لوبډلې مشري به جوېريه خان او د كوربه لوبډلې مشري به سني لس كوي