د سوئيلي افريقا په ضد اولني ټېسټ مېچ له 17 كسيزه قومي اسكواډ اعلان كړے شو

کراچی ۔24جنوری(اے پی پی) د سوئيلي افريقا په ضد اولني ټېسټ مېچ له 17 كسيزه قومي اسكواډ اعلان كړے شوے دے۔ د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې 20 كسيزه ابتدائي اسكواډ كښې شامل پاتې درې كركټران به قومي اسكواډ سره په نېشنل اسټېډيم كښې ټرېننګ جاري ساتي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ به د روانې مياشتې 26 مې نېټې نه نېشنل اسټېډيم كراچۍ كښې كېږي۔ د قومي كركټ لوبډلې كپتان به د هېډ كوچ مشاورت سره مېچ لپاره د پلېئنګ الېون ټاكنه كوي۔ په 17 كسيزه اسكواډ كښې اوپنرز عابد علی (سېنټرل پنجاب)او عمران بټ (بلوچستان)، مډل آرډر بېټسمین اظهر علی (سېنټرل پنجاب)، بابر اعظم (کپتان، سېنټرل پنجاب)، فواد عالم (سندھ) او سعود شکیل (سندھ)، آلراؤنډرز فهیم اشرف (سنټرل پنجاب) او محمد نواز (ناردرن)، وکټ کیپرز محمد رضوان(نائب کپتان، خېبر پختونخوا) او سرفراز احمد (سندھ)، اسپنرز نعمان علی (ناردرن)، ساجد خان (خېبر پختونخوا)او یاسر شاہ (بلوچستان)، فاسټ بالرز حارث رؤف (ناردرن)، حسن علی (سېنټرل پنجاب)، شاهین شاہ آفریدی (خېبر پختونخوا)او تابش خان(سندھ) شامل كړے شوے دے