د سلامتي کونسل د غونډې نه پس د ګډې اعلاميه په نه جاري كېدو مايوسه شوې يم

اسلام آباد17 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د سلامتي کونسل د غونډې نه پس د ګډې اعلاميه په نه جاري كېدو مايوسه شوې يم٬ د امريكې لخوا د ويټو كېدو له امله دا مشتركه اعلاميه جاري نه كړې شوې۔ د ګل په ورځ د فلسطين صورتحال په اړه خپل مهم بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې تېره ورځ د او آئي سي د اېګزېكټو كمېټۍ د خارجه وزيرانو په غونډه كښې ما واضح او په سپينو ټكو د فلسطين په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه كړې٬ ما په دې حقله د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو چې پكښې امريكا٬ چين٬ سعودي عرب ٬تركيه او فلسطين شامل دي رابطې كړې دي او د پاكستان موقف مې وړاندې كړې دې۔ تېره ورځ د چين په مشرۍ كښې د سلامتي كونسل غونډه وشوه۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل د غونډې نه پس د ګډې په اعلاميه نه جاري كېدو يو شمېر هېوادونه مايوسه شوي دي، د امريکې لخوا په ويټو كېدو دا شريكه اعلاميه نه ده جاري كړې شوې٬ نن فلسطين كښې د بشري حقونو په روانو خلاف ورزو په لويديز پايه تختونو كښې خلق په سړكونو راوتې دي٬ په ميډيا هاٶسز بمبارۍ كولو سره دوي خاموش كولې نه شي٬ د سوشل ميډيا په دې دور كښې دا غږ په جبر نشي غلې كېدې ۔ په اروپائي هېوادونو كښې هم د اولس لخوا د فلسطيني وګړو په ملاتړ كښې مظاهرې كېږي۔ خارجه وزير ووئيل د اروپائي هېوادونو غونډه سبا رابللې شوې ده٬ د اسرائيل د يرغل چې څومره غندنه وشي كمه ده۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان واضح موقف لري چې ظلم لاره د کمربسته اسرائيل موازنه دې د بربريت ښكار فلسطيانوسره ونه كړې شي۔ ده ووئيل نن د اسلامي نړۍ د اتحاد امتحان دې٬ د بشري حقونو تنظيمونو له به دوه مخيز معيار ترك كولو سره د فلسطين وګړو سره ودرېدل وي۔