د سعودي پھ جده ښار كښې د امريكې قونصلګرۍ سره ځانمرګې بريد٬ 2 امنيتي اهلكار ژوبل

رياض 04 جولائي (اے پی پی)سعودي عربستان كښې ځانمرګي بريد كونكي پھ جده كښې د امريكې قونصلګرۍ سره نزدې خپل ځان په چاودنه الوزولې دې ۔د سعودي داخله وزارت خپل بيان كښې وئيلې دې امنيتي چارواكې د امريكې قونصلګرۍ په وړاندې سلمان فقيح روغتون پاركننګ كښې پھ يو كس شكمند شوې وو۔كله چې هغوي ورته نزدې ورسېده نو هغه خپل ځان په چاودنه والوزولو چې پھ نتيجه كښې يې بريد كونكې مړ او دوه پوليس اهلكار ژوبل شول۔ د پیښې پلټنې پیل شوي۔د يادونې وړ ده دا بريد د امريكې د خپلواكۍ ورځې پھ موقع تر سره شوې دې