د سعودي وګړو بهر هېوادونو ته د مزل په اړه نوټيفيكشن جاري شو،عملدآمد به د 17 مئي څخه كيږي

رياض 05 مئي (اے پي پي) د سعودي عرب وګړو بهر هېواد ته د تللو او بيرته راتللو په اړه باقاعده نوټيفيكشن جاري كړے په كوم به چې عملدآمد د 17مئي څخه كيږي۔ د سعودي خبر رسني اداري له مخي سعودي عرب ټولو فضائي كمپنيو ته د وګړو بهر وړلو او بيرته راوړلو په اړه نوټيفيكشن ليږلے ۔چې له مخي به ئې فضائي كمپنۍ ته د داسې وګړو وړولو او راوړلو اجازه وي د كومو چې د كووډ۔ 19 ويكسين دواړه خوراكونه شوي وي۔دغسې يو خوارك ترلاسه كونكې وګړي هم مزل كولے شي خو چې د هغه د وړومبي ويكسين لګولو 14 ورځي شوي وي،د كورونا وائرس څخه ښه شوو كسانو ته هم د مزل اجازه به وي خو په دې شرط چې د هغه د كورونا له امله د ځپلے كيدو د 6 مياشتو څخه كمه موده شوې وي۔د سعودي مركزي بينك د اړخه منظور شوے بيمه دستاويز وړاندې كولو سره د 18 كلونو څخه كم عمره وګړي هم مزل كولې شي