د سعودي عرب په مشرۍ كښې د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد كښې د شاملېدو حتمي پرېكړه به د ټي او آرز جوړېدو نه پس كولې شي

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د سعودي عرب په مشرۍ كښې د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد كښې د شاملېدو حتمي پرېكړه به د ټي او آرز جوړېدو نه پس كولې شي٬ د وخت كمي له امله د 30 هېوادونو لارښودو د امريكې اسلامي غونډې ته وېنا ونه كړې شوه ٬ د ملګرو ملتونو د ملټري مبصر ډلې په لائن آف كنټرول د هند د خلاف ورزيو تصديق كړې٬ تېره ورځ كله چې د ډلې چارواكو كشمير كښې د كنټرول لائن دوره وكړه نو د پولې اخوا نه پرې ډزې وشوې كومې چې د افسوس وړ دي ٬ د هند د كلبهوشن ياديو او د انصاف نړيوال عدالت پحقله دعوې ناسمې دي٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ د ظلمونو نه د نړيوالې ورورولۍ پام اخوا كولو له په اېل او سي تاٶ تريخوالې زياتوي٬ په پاك افغان پوله شريكه سروے ترسره كړې شوې ٬ د دواړو هېوادونو د چارواكو فلېګ ميټنګ روان دے٬ د غونډې نه پس به د باب دوستي پرانستلو پرېكړه كولې شي۔د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د پوښتنو په ځواب خارجه وياند محمد نفیس زکریا ووئيل د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد كښې زمونږ پوزيشن په ډاګه دے۔ د سعودي عرب په مشرۍ كښې د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد كښې د شاملېدو حتمي پرېكړه به د ټي او آرز جوړېدو نه پس كولې شي٬٬د مجوزه اتحاد ملاتړ كولو باوجود دا خبره په ډاګه كړې شوې چې په اتحاد كښې د شموليت باضابطه پرېكړه به د اتحاد د ټي آو آرز جوړېدو نه پس كولې شي په دې لړ كښې د دفاع وزير پاليسي بيان هم شته ۔ده ووئيل د پاکستان دا اصولي دريځ دے چې ھغه نړۍ كښې چې كوم ځائ د ترهه ګرۍ خاتمې له د كېدونكو هلو ځلو ملاتړ كوي او د خپل دې اصولي موقف په بنياد كله چې سعودي اعلان وكړو چې سعودي منطقه كښې د ترهه ګرۍ خاتمې له د اجتماعي هلو ځلو پېل كوي نو پاكستان د دې هركلے كړې ٶ چې د سعودي د دې هلو ځلو كاميابۍ له به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔د مشرانو غونډه كښې د وزيراعظم تقرير نه كولو پحقله خارجه وزير ووئيل كنفرنس كښې د تاخير له امله د ډېرو هېوادونو مشرانو ونه كړې شو او په دې د سعودي باچا سلمان خپله د دې هېوادونو څخه په باضابظه توګه معذرت كړېدے۔د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل امريكائي اولس مشر د خپل تقرير په دوېمه پېرا كښې د اسلامي هېوادونو او عرب هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ خاتمې له د دوي د خدماتو ذكر كړې۔ وياند ووئيل د امريكې پشمول ټولې نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د مالي او ځاني قربانيو اعتراف كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د ملګرو ملتونو د ملټري مبصر ډلې په لائن آف كنټرول د هند د خلاف ورزيو تصديق كړې٬ تېره ورځ كله چې د ډلې چارواكو كشمير كښې د كنټرول لائن دوره وكړه نو د پولې اخوا نه پرې ډزې وشوې كومې چې د افسوس وړ دي۔ د هند د كلبهوشن ياديو او د انصاف نړيوال عدالت پحقله دعوې ناسمې دي٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ د ظلمونو نه د نړيوالې ورورولۍ پام اخوا كولو له په اېل او سي تاٶ تريخوالې زياتوي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې اولس د آزادۍ تحريك د هند د رياستي ترهه ګرۍ سره مخ دے٬ هند د كشمير د آزادۍ تحريك بدنامولو لپاره د ترهه ګرۍ تورونه لګوي٬ د امريكې پشمول نړيوالې ورورولۍ په كنټرول لائن د پاك او هند په تاٶ تريخوالي اندېښنه ښكاره كړې۔ ده ووئيل هندې پوځ د بې ګناه كشميريانو د انساني ډهال په توګه كارولو عمل د غندنې وړ دي۔ هندې پوځ په مقبوضه كشمير كښې د انساني حقونو صلب كولو كښې ككړ دي٬ نړيواله ورورولي دې د هند د اقداماتو نوټس واخلي٬ د كشمير كشاله د تېرو 70 كالو راهسې د ملګرو ملتونو په اېجنډا ده ٬ پاکستان دا موقف لري چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو ته اړتيا ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د كلبهوشن ياديو د اعترافي بيان څخه د هند په پاكستان كښې لاس وهنه ٬ تحزيب كاري او د هند لخوا د ترهه ګرو مالي مرستې ثبوتونه ترلاسه كېږي۔ د چمن پولې بندېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل زمونږ افغانستان سره يو باقاعده د مشاورت نظام موجود دے٬ د دې مشاورتي مېكنزم له مخې مونږ افغان دولت سره په رابطه كښې يو٬د مشاورت تر سره كېدو نه پس به د پولې پرانستلو پرېكړه كولې شي ۔ وياند ووئيل د کرنل (ر) حبیب په معامله د نيپالي حكومت سره په رابطه كښې يو او دې سره سره په دې معامله هندي هائي كمېشن سره مو هم تماس نيولې۔ ده ووئيل د هند د كلبهوشن ياديو او د انصاف نړيوال عدالت پحقله دعوې ناسمې دي