د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د عراق خپل هم منصب فواد حسېن وليدل

رياض 23فروري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د سعودي خارجه دفتر كښې د عراق خارجه وزير فواد حسين ليدلي دي۔د عراق خارجه وزير دا مهال د سعودي عرب په سركاري دوره دے۔سعودي خبررسنې ادارې له مخې د دواړه هېوادونو خارجه وزيرانو د عراق او سعودي عرب په دوه اړخيزه اړيكو ، هغې ته د ودې وركولو په بيلو تګلارو او رابطه كونسل د غونډو نتيجو ته عملي شكل وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړي۔دې نه ځانله د شريكې خوښې په سيمه اېزو او نړيوالوو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې