د سعودي او مصري خارجه وزيرانو اسرائيل څخه په مسجد اقصی د بريدونو بندولو غوښتنه

قاهرہ۔11مئی(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان خپل مصري همڅنګ سره ټېلېفوني تماس نيولې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د ټېلېفوني تماس نيولو په مهال دواړو خارجه وزيرانو د سعودی عربستان او مصر ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو او په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو سره د اړوندو چارو جاج واخست۔ خارجه وزيرانو منطقه كښې رامخې ته شوي پېش رفت او د اندېښنې وړ سيمه ايزو او نړيوالو چارو ته هم پام وكړو۔ د عرب نیوز له مخې سعودي او مصري خارجه وزيرانو اسرائيل څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په مسجد اقصی روان بريدونه بند كړي