د سری لنکا صدر سره په زړه پورې ملاقات شوے، د غريبۍ ختمولو پشمول د شريكې ګټې په دوه اړخيزه سیاسی او تجارتي اړيكو مستحکمولو د خيالاتو څرګندونه شوې، د وزیراعظم عمران خان ټویټس

اسلام آباد 24 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د سری لنکا صدر سره په زړه پورې ملاقات شوے او مونږ په دې مهال د غريبۍ ختمولو پشمول د شريكې ګټې د دوه اړخيزه سیاسی او تجارتی اړېكو په لا مستحکمولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ وزیراعظم عمران خان خپل ټویټس كښې ووئيل د سری لنکا صدر ګوتا بایا راجه پاکسا سره ملاقات كښې مونږ په خاص توګه كليو كښې د غريبۍ ختمولو شريك عزم په اړه خبري كړي، مونږ په دې اړه هم د خيالاتو څرګندونه كړې چې كروندګرو ته به د هغوي د پیداوار څخه زياته ګټه څنګه ورسي او د مډل مېن کردار ختمولو سره د ټیکنالوجي استعمال د لارې وګړو ته د خوراك څښاك څيزونه په آرزانه بيعه وركړے شي۔ ده ووئيل مونږ د دواړه هېوادونو ګټې له د سیاسي او تجارتی اړيكو په لا مستحکمولو هم خبرې كړي۔ وزیراعظم ووئيل ما د سری لنکا هائی پرفارمنس سپورټس کمپلیکس پرانسته هم كړي۔ په دې موقع ما د سری لنکا د كركټ هغه لوبغاړو كومو چې به چې ما سره كركټ كولو ملاقات كړے او زه په دې ډير خوشحاله شوے يم