د سري لنكا د كركټ لوبډله به روانه مياشت د بنګله دېش دوره كوي

كولمبو 15 مئي (اے پي پي) د سري لنكا د كركټ لوبډله به روانه مياشت د بنګله دېش دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد درې يو ورځني مېچونه كوي. دورې لپاره د سري لنكا په لوبډله كښې ځوان لوبغاړي شامل كړې شوي دي. د سري لنكا او بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د مئي په 23مه نېټه ، دوهم به د مئي په 25مه نېټه او دريم مېچ به د مئي په 28مه نېټه په ډهاكه كښې كېږي.