د سري لنكا او بنګله كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ نن پېل كېږي

کولمبو۔20اپرېل(اے پی پی)د سري لنكا او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ نن د شورؤ په ورځ پالے كېلي انټرنېشنل سټېډيم ٬ كېنډي كښې پېل كېږي۔ د بنګله دېش كركټ لوبډله دا مهال د سري لنكا په دوره ده چرته به چې هغه د آئي لېنډرز په ضد د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د شېډول له مخې د سري لنكا او بنګله دېش ترمينځھ د سيريز اولنے مېچ به د اپرېل 21 مې نېټې نه تر 25 مې او دويم او وروستې ټېسټ به د اپرېل 29 مې نېټې نه د مئي تر 3 مې نېټې كولې شي۔ دا دواړه مېچونو به په پالي كېلي انټرنېشنل سټېډيم كښې كولې شي