د سري لنكا او بنګله دېش ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ نن پېل كېږي

کولمبو۔28 اپرېل (اے پی پی) د سري لنكا او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ نن د زيارت ورځې نه پالے كېلي انټرنېشنل سټېډيم ٬ كېنډي كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه مېچونو سيريز اولنے ټېسټ مېچ برابر پاتے شوے و۔ د بنګله دېش لوبډله دا مهال د سري لنكا په دوره ده چرته به چې هغه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د شېډول له مخې د سري لنكا او بنګله دېش ترمينځه د سيريز دويم او وروستې تېسټ مېچ به د اپرېل 29 مې نېتې زيارت ورځې نه د مئي تر 3 مې نېټې كولې شي۔ دواړه مېچونو به كېلي انټرنېشنل سټېډيم٬ كېنډي كښې كولې شي۔ د بنګله دېشي لوبډلې مشري به مومن الحق او د كوربه لوبډلې مشري به دیموتھ کرونارتنے كوي