د سري لنكا او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ نن پېل كېږي

ګال۔13جنوری(اے پی پی) د سری لنکا او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سريز اولنے مېچ نن د زيارت ورځې د جنورۍ 14 مې نېټې نه ګال كښې پېل كېږي۔ د انګلېنډي كركټ لوبډله سيريز كولو له وړاندې نه سري لنكا كښې موجود ده۔ د انګلېنډ لوبډلې مشري به جوروټ كوي او د سري لنكا لوبډله به د دیموتھ کرونارتنے په مشرۍ كښې لوبېږي ۔ د دواړو لوبډلو سر لوبغاړو سيريز كښې كاميابۍ لپاره بيانونه جاري كړي او د دواړو لوبډلو ترمينځه دې سريز كښې د سختې سيالۍ امكان دے۔ دغسې د كركټ مينه وال به د دغو مقابلو نه ښه خوند پورته كړي۔ دويم مېچ به د روانې مياشتې 22 مې نېټې نه تر 26 مې نېټې انټرنېشنل کرکټ سټېډیم ګال كښې كولې شي۔