د سري لنكا او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبنے مېچ ﴿سبا﴾ پېل كېږي

ګال 12 جنوري (اے پي پي) د سري لنكا او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبنے مېچ به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ د جنورې په 14مه نېټه په ګال كښې پېل كېږي. د انګلستان د كركټ لوبډله دوه ټېسټ مېچونو لپاره د وړاندې نه په سري لنكا كښې موجود ده. د انګستان د كركټ لوبډلې مشري به جو روټ كوي، د سري لنكا د كركټ لوبډله به د ډېموتھ كرونارتنے په مشرې كښې لوبېږي . د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم او وروستې مېچ به د جنورې په 22مه نېټه په ګال كښې پېل كېږي