د سري لنكا او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبنے مېچ به د جنورې په 14مه نېټه پېل كېږي

ګال 11 جنوري (اے پي پي) د سري لنكا او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبنے مېچ به د جنورې په 14مه نېټه په ګال كښې پېل كېږي. د انګلستان د كركټ لوبډله دوه ټېسټ مېچونو لپاره د وړاندې نه په سري لنكا كښې موجود ده. د انګستان د كركټ لوبډلې مشري به جو روټ كوي، د سري لنكا د كركټ لوبډله به د ډېموتھ كرونارتنے په مشرۍ لوبېږي . د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم او وروستې مېچ به د جنورې په 22مه نېټه په ګال كښې كېږي.