د زدكوونكو کردار سازۍ او د تخلیقی سوچ ودې ته دې پام لرنه وكړې شي، معیاري او په تحقیق اډانه تعلیم وركولو ته اړټيا ده،

اسلام آباد 24 فروري (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي تعلیمي څانګه كښې فرق ختمولو لپاره د يو ډول قامي نصاب نافذولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د زدكوونكو کردار سازۍ او تنقید او تخلیقی سوچ ته وده وركولو ته دې پام لرنه وكړې شي، د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره معیاري او په تحقیق اډانه تعلیم ته اړتيا ده۔ ده د شورو په ورځ ایوانِ صدر كښې د وفاقي تعلیم او پیشه وره تربیې وزارت د اړخه يو ډول قامي نصاب په اړه د بريفنګ اغستو غونډي مشري كوله۔ په غونډه كښې د تعلیم وفاقی وزیرِ شفقت محمود، د سائنس او ټیکنالوجي وفاقی وزیرِ چوهدری فواد حسین، د بشري حقونو وفاقی وزیرِې ډاكټر شیریں مزاری او د پارلماني چارو وزير مملكت علی محمد خان، پارلیمانی سیکرټرې وجیهه اکرم او وفاقی سیکرټری فرح حامد خان هم ګډون كولو۔ صدر د تعلیم اهمیت رامخې ته كولو سره ووئيل د هېواد سماجی او اقتصادی پرمختګ لپاره معیاری او په تحقیق اډانه تعلیم وركولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل تعلیمی څانګه كښې فرق ختمولو له يو ډول قامي نصاب به باوري كول وي، زدكوونكو كښې کردار د ساز ۍ ٬ تنقیدی او تخلیقی سوچ ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ دغسې د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې وزارت د اړخه صدر ته د يو ډول قامي نصاب په جوړولو بريفنګ وركړے شو