د روشن ډېجيټل اكاٶنټس د لارې سمندر پورې پاكستانيانو ته په پاكستان كښې د بچت او سرمايه كارې اسانۍ ترلاسه شوې. د خزانې وزير شوكت ترين

APP50-210421 ISLAMABAD: April 21 - Governor State Bank of Pakistan, Dr. Reza Baqir called on Federal Minister for Finance and Revenue, Shaukat Tarin at the Finance Division. APP

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د وړوكې او مېنځنې درجې د كاروبار تحفظ لپاره د سټېټ بېنك اقدامات ستائلو سره وئيلي دي د روشن ډېجيټل اكاٶنټس د لارې سمندر پورې پاكستانيانو ته په پاكستان كښې د خپل بچت او د سرمايه كارې اسانۍ ترلاسه شوي. ده دا خبره د شورو په ورځ د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر او د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن سره په ملاقات كښې وكړه. په دې موقع د سټېټ بېنك ګورنر د خزانې وزير د كورونا وائرس د نړيوالې وبا په تناظر كښې كاروباري مرستې لپاره د بېلا بېلو پاليسي اقداماتو څخه خبر كړو او د خزانې وزير د سټېټ بېنك اقدامات وستائيل. دغسې د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار د خزانې وزير ته په سول سروس كښې د اصلاحاتو د بېلا بېلو اړخونو په اړه بريفنګ وركړو