د رحمان بابا په شاعرې ځانګړے كتاب ” رحمان بابا يوه فكري مطالعه ” ماركيټ ته راغلو

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د پښتو ژبې تر ټولو مقبول كلاسيكي شاعر رحمان بابا په شاعرې ځانګړې كتاب ماركيټ ته راغلو كوم چې په ادبي حلقو كښې ډېر ستائيل شوے۔ د انجمن ترقي پسند مصنفين د مركزي عمومي سېكتر سليم راز په ليكلي دې كتاب ” رحمان بابا يوه فكري مطالعه ” كښې د رحمان بابا په شاعرې او فكر په نوي انداز كښې بحث شوے۔ په دې كتاب كښې د پښتو ژبې د ټولو نه مقبول كلاسيكي شاعر د شاعرې جاج اخستل شوې۔ په عمومي توګه څېړونكو او ناقدينو رحمان بابا د يو دورېش او صوفي شاعر په توګه وړاندې كړے خو په دې كتاب كښې د رحمان بابا په ديوان كښې هغه شعرونه راجمع كړې شوي دي او بحث پرې شوې كوم چې د يو ترقي پسند او عملي انسان د فكر نمائندګي كوي