د رانا مشتاق احمد د رائے سراج الحسن په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د پاكستان انسټي ټيوټ آف هاكي چيئرمېن رانا مشتاق احمد او جنرل سېكرټري راؤ جاوېد اقبال د رائے سراج الحسن په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغوي دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔