د خېبر یښتنوخوا اسبلۍ سپيكر مشتاق غني سره د سپورټس ډائرېكټر جنرل ملاقات

اېبټ آباد۔16فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا د سپورټس ډائرېكټر جنرل اسفندیار خټک اېبټ آباد كښې د لوبو ودې او د لوبو مېدانونو تعمير او پرمختګ په حقله د خېبر پختونخوا اسبملۍ سپيكر مشتاق احمد غني سره خصوصي ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د اېبټ آباد په هاکی سټېډیم كښې د آسټر وټروف غوړولو په شمول په نور اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سپورټس ډي جي ووئيل د 13 كروړه روپو په مصرف هاكي سټېډيم كښې به ډېر زر آسټر وټروف وغوړولے شي۔ د سړو جمنازیم جوړولو په اړه سپيكر د لوبو محكمې ته سپارښتنه وكړه چې د جمنازیم جوړولو په اړه رپورټ په يوه اونۍ كښې جمع كړئ۔ سپيكر د سپورټس ډي جي ته کنج ګراؤنډ او نواں شهر فټ بال ګراؤنډز كښې د فلډ لائټس لګولو هم هدايت وكړو دغسې چې لوبغاړو ته د شپې په وخت هم د لوبو كولو او ټورنامنټس كولو آساني ترلاسه وي۔(