د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی د پېښور په ګورنر هاٶس كښې د اختر لمونځ ادا كړو

پېښور 13 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی د پېښور په ګورنر هاٶس كښې د وړوكي اختر لمونځ ادا كړو. وزيراعلٰی محمود خان، صوبائي وزيرانو شوكت يوسفزي، اقبال وزير او د آئي جي پي ثناالله عباسي پشمول نورو سركاري چارواكو هم د وړوكي اختر لمونځ په ګورنر هاٶس كښې ادا كړو. د كورونا وبا په نظر كښې ساتلو سره د وزيراعلٰی پشمول نورو ګډون كوونكو مصافحه او غاړې ورنه كړې. په دې موقع د هېواد پرمختګ، خوشحالې، د اسلامي امت اتحاد، د فلسطين مظلوم اولس او د كورونا وبا څخه نجات لپاره خاص دعاګانې وكړې شوې.