د خېبر پښتونخوا د كبډي اېسوسي اېشن جنرل سېكرټري سيد سلطان بري د شهرام ساجد بهټو د مور په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د كبډي اېسوسي اېشن جنرل سېكرټري سيد سلطان بري د كبډې نړيوال لوبغاړي شهرام ساجد بهټو د مور په مړينه خواشيني ښودلې ده . د غمرازې په پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي