د خېبر پښتونخوا حكومت د كورونا واكسين د خريدارې پرېكړه كړې

پېښور 15 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د كورونا واكسين د خريدارې پرېكړه كړې. د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې سېكرټري وئيلي دي چې د كورونا واكسين د خريدارې سمري منظورې لپاره د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی ته لېږل شوې ده. د صوبائي كابينې د منظورې نه پس به د كورونا واكسين 10 لكه خوراكونه اخستلې شي كوم به چې پوليسو، ښوونكو او نور سول سروسز ملازمينو ته لګولې شي.