د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د مواصلات او تعميرات قائمه کمېټۍ غونډه

پېښور 23 فروري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د مواصلات او تعميرات قائمه کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د قائمه کمېټۍ چئيرمېن او د صوبائي اسمبلۍ غړي امير فرزند خان په مشرۍ كښې صوبائي اسمبلۍ سيکرټريټ پېښور كښې وشوه۔ په غونډه كښې د صوبائي اسمبلۍ غړو عنايت الله خان،سراج الدين، مياں نثار ګل، عائشه بي بي، عباس الرحمن،حميرا خاتون، محمود احمد بيټيني نه علاوه اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د صوبائي اسمبلۍ غړو په فلور آف دي هاؤس پورته كړے د استحقاق په اتحريك د پوښتنو په حقله اړوندو محکمو او افسرانو نه تفصيلي وضاحت وغوشتو ۔په غونډه كښې ټانك كښې ممريز پل جوړولو كښې د تاخير او د مواصلات او تعميرات محكمې ناقابل استعمال او ناکاره شوو ګاړو او مشينرۍ په اړه خصوصي بحث وكړے شو