د خېبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان سره د تجارت وفاقي سيکرټري محمد صالح احمد فاروقي وليدل

پېښور 09 اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان سره تيره ورځ د تجارت وفاقي سيکرټري محمد صالح احمد فاروقي پښتونخوا هاؤس اسلام آباد كښې ليدلي دي۔ملاقات كښې په تجارتي چارو او په خاص توګه ريجنل تجارتي هلو ځلو ته ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د انډسټري او تجارتي صنعت موقعو او استعداد ته د ودې وركولو په چارو هم خبرې شوي