د خېبر پختونخوا وزيراعلی ډي اېچ كيو هسپتال هري پور ته د اے كېټګري درجې وركولو منظوري وركړه

هری پور۔22فروری (اے پی پی) د وفاقي وزير عمر ايوب خان د هڅو په نتيجه كښې د خېبر پختونخوا وزيراعلی ډي اېچ كيو هسپتال هري پور ته د اے كېټګري درجې وركولو منظوري وركړې۔ د توان ٬ پېټروليم او قدرتي وسائلو وفاقي وزير پرلې پسې هڅو په نتيجه كښې د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمود خان د هري پور ډسټركټ هېډكوارټر روغتون ته د اے كېټګري درجې وركولو باقاعده منظوري وركولو سره نوټيفكېشن جاري كړے۔وفاقي وزير عمر ايوب خان څو مياشتې وړاندې د كے پي كے وزیراعلی ته د دې روغتون د اپ ګرېډ كولو خواست كړے ؤ۔ په دې وزيراعلی قانوني كارروائي ترسره كولو سره دغه روغتون ته د اے كېټګري درجې وركولو منظوري وركړې