د خېبر پختونخوا وزيراعلی فوكل پرسن او د صوبائي اسمبلۍ غړې آسيه اسد كورونا ټېسټ مثبت راغلو

پېښور ۔5 مارچ (اے پی پی) كورونا لپاره د خېبر پختونخوا وزيراعلی فوكل پرسن او د صوبائي اسمبلۍ غړې آسيه اسد كورونا ټېسټ مثبت راغلے۔ د ټېسټ مثبت راتللو نه پس هغې خپل ځان پخپل كور قرنطينه كړے ۔ آسیه اسد په اولس زور راوړے چې هغوي باقاعدګۍ سره د لاسونو وينځلو او د ماسك اچولو اهتمام كوي۔ هغې كورونا وائرس څخه د ګران هېواد ساتلو او خپل روغ صحت له اولس ته د دعا كولو هم وئېلې دي ۔