د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په مشرۍ كښی د صوبائي كابينې خصوصي غونډه ، د بجټ دستاوېزاتو منظوري

پېښور ۔18جون(اے پی پی) د صوبائي كابينې خصوصي غونډه د جمعې په ورځ د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو اعلی وزير ته د راروان مالي كال بجټ بېلو اړخونو په اړه بريفنګ وركړو۔ غونډه كښی صوبائي اسمبلۍ كښې د وړاندې كېدونكي راروان مالي كال بجټ دستاوېزات منظوري وركړې شوه۔ د كابينې منظورۍ نه وروسته اعلی وزير بجټ دستاوېزات لاس ليك كړل۔