د خېبرپښتونخوا څخه پاكستان تحريك انصاف د مېرمنو او ټيكنو كرېټ په دوه دوه چوكو كاميابي ترلاسه كړی

پیښور 03 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا څخه پاكستان تحريك انصاف د مېرمنو او ټيكنو كرېټ په دوه دوه چوكو كاميابي ترلاسه كړی۔د پي ټي آئي كانديدې ډاكټر ثانيه نشتر او فلك ناز چترالۍ د مېرمنو په چوكو كاميابي ترلاسه كړې دغسې د ټېكنو كرېټ په چوكو دوست محمد خان او همايون مهمند كاميابي ترلاسه كړی٬د مېرمنو په دوه چوكو د څلورو كانديدانو ترمينځه مقابله وه٬د نتيجې له مخې ډاكټر ثانيه نشتر 56 ٬ فلك ناز چترالۍ 51 ٬د جماعت اسلامي عنايت نسيم 36 او د اے اېن پي تسليم بېګم يو ووټ هم ترلاسه نه كړی شو۔دوه وټونه رد وګرځولې شو۔د پي ټي آئي كانديد دوست محمد خان 59 او همايون مهمند 49 رائې ترلاسه كړی د دوي په مقابله كښې د پيپلز ګوند كانديد 34 رائې ترلاسه كړې