د خېبرپښتونخوا څخه د سېنېټ په 7 عمومي چوكو د پي ټي آئي پنځه او د اپوزېشن دوه كانديدان كامياب شول

پیښور 03 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا څخه د سېنېټ په 7 عمومي چوكو د پي ټي آئي پنځه او د اپوزېشن دوه كانديدان كامياب شوي۔د پي ټي آئي په كاميابو شوو كانديدانو كښې شبلي فراز٬محسن عزيز٬لياقت تركئ٬فيصل سليم او ذيشان خانزاده شامل دي۔د اپوزېشن ګوندونو څخه مولانا عطاﺀالرحمان او حاجي هدايت الله بريالې شوي۔د سېنېټ په ټاكنو كښې په پياوړې كاميابۍ د پیښور په وزيراعلٰی هاؤس كښې جشن ولمانځلے شو۔وزيراعلٰی محمود خان٬د اسمبلۍ غړو او ټاكلے شوو سېنېټرانو يو بل له مباركۍ وركړې او خواږه يې ووېشل