د خېبرپښتونخوا حكومت په ډېرو يخو سيمو كښې د رخصتيو پراخا كولو اعلان وكړو

پېښور 29 جنوري(اے پي پي) مالاكنډ ډويژن او بره سيمو كښې به تعليمي ادارې اوس د فرورۍ د 15مې نيټې نه پس پرانستلې شي، د ابتدائي او ثانوي تعليم سېكرټري لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي وړومبې په يخو سيمو كښې رخصتۍ تر 31 جنورۍ وې خو اوس به تعليمي ادارې د فرورۍ په پنځلسمه نيټه پرانستلې شي۔ په جاري اعلاميه كښې وئيلي شوي د رخصتيو د پراختيا پرېكړه په صوبه كښې د سختۍ يخنۍ له امله شوې ۔