د خيبر پښتونخوا د اثار قديمه محكمې د تاريخي مهابت خان جومات د بحالۍ كار پېل كړو

پېښور 10 اپريل (اے پي پي) د خيبر پښتونخوا د اثار قديمه محكمې د تاريخي مهابت خان جومات د بحالۍ كار پېل كړو. د خبر له مخې د مغلو په دور ﴿ 1660-1670م﴾ كښې د جوړ كړے شوي جومات نوم د مغلو ګورنر محبت خان ته منسوب دے. د مهابت خان جومات د منطقې په پخوانو جوماتو كښې شمېر كولې شي او دې سره سره دا جومات د فن تعمير يوه غوره نمونه هم ده. دا جومات تاريخي حثيت سره سره د تاريخي لوظنامو او سيمه ايز مشاورت په وجه هم ډېر اهميت لري. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د قديم اسلامي او د مغليه طرز تعمير د اصول له مخې د جومات په اصل حالت كښې د بحالۍ منظوري وركړې وه. د يادونې وړ ده چې د پېښور دا مشهور او قديم جومات په كال 1670م كښې د كابل ګورنر مهابت خان د لاهور شاهي جومات په طرز جوړ كړے و او د هغه نوم ته منسوب شوے. د دې جومات صحن 35 ميټره اوږد او تقريباً 30 ميټره پراخا دے.