د جاپان حکومت 5 صوبو كښې د بيړني حالت په ختمولو غور كوي

ټوکيو 24 فروري (اے پي پي) د جاپان وزيراعظم سُوګا يوشي هيدے او د کورونا وائرس سرکاري د مخ نيوي اقدامات نګران وزيران د اوساکا او کيوتو پشمول 5 صوبو كښې د بيړني حالت په ختمولو غور كوي ، دغه 5 صوبو كښې اوساکا، کيوتو، هيوګو، آئچي او ګِفو شامل دي دغسې ټوکيو او 9 نورو صوبو كښې به تر 7 مارچ بيړنې حالت نافذ وي۔ د اوساکا، هيوګو او کيوتو ګورنرانو مرکزي حکومت ته خپلو صوبو كښې د بيړني حالت د وخت نه وړاندي د ختمولو خواست کړے۔ په دغه درېو صوبو كښې نوي انفيکشنز او روغتونونو كښې د داخلو كسانو شميره کمه شوې ده