د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1927 كېسونه رامخې ته شول٬ 43 نور رنځوران مړه ٬نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

اسلام آباد۔23 جنوري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 1927 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 43 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 40 زره 403 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 4 لکھ 84 زره 508 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړې شوي وېنټی لېټرز د كورونا 301 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 35 زره 63 او د ځپليو 5 لکھ 30 زره 818 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 11 زره 247 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 76 لکھ 2 زره 380 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 631 روغتونونو كښې 2789 رنځوران داخل دي۔