د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1800 كېسونه رامخې ته شول٬58 نور رنځوران مړه شول ٬نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

اسلام آباد۔19جنوري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 1800 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 58 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 36 زره 191 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 4 لکه 76 زره 471 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 321 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 35 زره 485 او د ځپليو 5 لکه 23 زره 11 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 11 زره 55 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 74 لکه 42 زره 84 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړو د ګرد هېواد 631 روغتونونو كښې 2840 رنځوران داخل دي