د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس 2417 نوې كېسونه رپورټ شول ٬ 45 كسان مړه شوي ٬ د ټولو نه زيات مرګونه په پنجاب او د دې نه پس په سندھ كښې رېكارد شوي۔ اېن سي او سي

اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي)د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس 2417 نوې كېسونه او 45 مرګونه رپورټ شوي چې پكښې 22 په وېنټيلېټرز موجود رنځوان هم وو ٬ د ټولو نه زيات مرګونه په پنجاب او د دې نه پس په سندھ كښې رېكارد شوي۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا د جاري شوې شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 2417 كسانو د كرونا ټېسټ مثبت راغلے او 45 كسان مړه شوي چې پكښې 38 په روغتونونو او 7 كورونو كښې د قرنطينه په مهال پحق رسېدلي ۔ د هېواد په څلورو لويو ښاريو كښې په وينټيليټرز د رنځوانو د تناسب په لحاظ سره ملتان كښې 49 فيصد٬ لاهور كښې 34 فيصد، بهاولپور كښې 55 فيصد او اسلام آباد كښې 31 فيصده رانځوران پراته دي۔ تر اوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا رنخ څخه د صحت مندو شوو كسانو شمېره 4 لكه 69 زره 306 ته رسېدلې ٬ په بلوچستان او ګګلت بلتستان كښې يو كس هم دا مهال په وينټيليټرز نشته او ګرد هېواد كښې كرونا لپاره په مختص وينټيليټرز 322 رنځوران پراته دي۔ د اېن سي او سي رپورټ له مخې دا مهال په ګرد هېواد كښې د كرونا د اېكټيو كېسونو شمېره 34 زره 169 ده او په ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره 5 لكه 14 زره 338 ده۔ ګرد هېواد كښې د كرونا په سبب د حق رسېدليو كسانو شمېره 10 زره 863 ته رسېدلې ۔ تر اوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس 72 لكه 84 زره 9 ټسېټونه شوي او ګرد هېواد كښې د كرونا درملنې لپاره مختص 630 روغتونونو كښې دا مهال دوه زره 794 رنځوران داخل دي۔