د تېرو څو اوونيو په مهال د افغانستان نه 2500 او عراق څخه 500 امريكائي عسكر ستانه شوي

واشنګټن 15 جنوري (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د تېرو څو اوونيو په مهال افغانستان څخه 2500 او عراق څخه 500 امريكائي عسكر هېواد ته ستانه كړي د كومې اعلان چې ټرمپ تېر كال په نومبر كښې كړے ٶ او په اعلان عمل كول سره دغه عسكر هېواد ته بللے شوي۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې ټرمپ په دې لړ كښې په خپل يو مختصر بيان كښې وئيلي دي دا مهال د تېرو 19 كالو په مهال په افغانستان د امريکې عسكر تر ټولو كم دي ٬ يو شمېر امريكائي او ناټو كمانډرانو افغانستان كښې د غېر ملكي ځواكونو د وخت نه وړاندې وتلو په بابله خبر وركړے ؤ خو بيا هم ټرمپ په تېرو څو اوونيو كښې د افغانستان نه 2500 او عراق څخه 500 امريكائي عسكر هېواد ته ستانه كړي دي