د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس 3232 كيسونه رپورټ شوي، 74 كسان مړه شوي

اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس له امله 74 كسان مړه شوي چې پكښې 36 رنځروان په وينټيليټرز ؤ۔نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شوي شميرې له مخي تيرو 24 ساعتونو په مهال ټول هېواد كښې 3 زره 232 كسانو كووډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلې۔هېواد په 4 لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووډ۔ 19 رنځورانو تناسب په لحاظ سره ملتان كښې 73 فيصده,لاهور كښې 57 فيصده,پېښور كښې 38 فيصده او بهاولپور كښې 48 فيصده رنځوران دي۔دغسې د هېواد پھ څلورو لويو ښارونو كښې آكسيجن آسانۍ لرونكي كټونو د كورونا مثبت كيسونو تناسب په لحاظ سره بهاولپور كښې 44 فيصده،پېښور كښې 44 فيصده،ګوجرانواله كښې 66 فيصده او ملتان كښې 60 فيصده رنځوران دي۔تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا 36 زره 725 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 14 زره 792, پنجاب كښې 15 زره 543, خېبرپښتونخوا كښې 3 زره 724, اسلام آباد كښې يو زر 372, بلوچستان كښې 604,ګلګت بلتستان كښې 319, آزاد كشمير كښې 371 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 څخه ښه شوي كسانو شميره 7 لكهه 92 زره 522 ته رسيدلي۔ بلوچستان,آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې كووډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټر نشته۔