د تهروبال قومي لوبډله به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې د سوېډن دوره كوي

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پاكستان تهرو بال فېډرېشن سېكرټري جنرل مقبول آرائي وئيلي دي د تهروبال قومي لوبډله به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې د سوېډن دوره كوي. مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د فېډرشېن سېكرټري جنرل ووئيل قومي لوبډله به د سويډن په ضد د درې مېچونو سېريز كوي. ده ووئيل د اكتوبر په وړومبې نېټه به سېريز لپاره د 12 كسيزې لوبډلې اعلان كولې شي.