د تهروبال قامي لوبډله به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې د سوېډن دوره كوي

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان تهرو بال فېډرېشن سېكرټري جنرل مقبول آرائين وئيلي دي د تهروبال قامي لوبډله به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې د سوېډن دوره كوي. مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د فېډرشېن سېكرټري جنرل ووئيل قامي لوبډله به د سويډن په ضد د درېو مېچونو سېريز كوي. ده ووئيل د اكتوبر په وړومبې نېټه به سېريز لپاره د 12 كسيزې لوبډلې اعلان كولې شي