د ترهګرې بريد په وخت د چين سفير په هوټل كښې موجود ؤ او نه كوم چينائي وګړے ځپلے شوے. د خارجه دفتر وياند بريفنګ

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند په كوئټه كښې د چاودنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د ترهګرې بريد په وخت د چين سفير په هوټل كښې موجود نه ؤ او نه كوم چينائي وګړے په بريد كښې ځپلے شوے، مونږ هند سره ټولې شخړې د خبرو د لارې حل كول غواړو خو خبرو اترو لپاره په بنيادي شخړه كشمير خبرې ضروري دي، پاكستان د كوم ډول سېكورټۍ په خلا قابو موندلو لپاره د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو د وتلو ملاتړ كوي. د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند تېره ورځ په كوئټه كښې د ترهګرې د بريد غندنه وكړه او وې وئيل د چاودنې په وخت د چين سفير په هوټل كښې موجود نه ؤ او نه هلته كوم چينائي وګړے ځپلے شوے. ټول چينائي وګړي محفوظ دي. وياند ووئيل په پاكستان كښې د كار كوونكو چينائي وګړو او سفارت كارو حفاظت لپاره د امنيت مناسب اقدامات شوي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ هند سره ټولې شخړې د ګټورو خبرو د لارې حل كول غواړو خو خبرو اترو لپاره په بنيادي شخړه كشمير خبرې ضروري دي. د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو د وتلو پوښتنې په اړه وياند ووئيل پاكستان د كوم ډول سېكورټۍ په خلا قابو موندلو لپاره د افغانستان څخه د زمه واره غېر ملكي ځواكونو د وتلو ملاتړ كوي. وياند ووئيل پاكستان د وړومبۍ ورځې نه د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ كوي. پاكستان په افغانستان كښې امن او د افغان اولس خوشحالې لپاره پوخ عزم لري او مونږ د افغان دولت او افغان اولس په مشرې كښې د شخړې د سوله ايز حل ملاتړ كوو. وياند ووئيل وزيراعظم عمران خان به ډېر زر د سعودي ولي عهد په بلنه د سعودي دوره وكړي خو لا د دې دورې د نېټې پرېكړه كول پاتې ده