د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر سره د بي اېن پي صوبائي اسمبلۍ غړو وليدل

كوئټه 19 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر سردار بابر خان موسٰی خېل سره د بلوچستان نېشنل پارټۍ صوبائي اسمبلۍ پارليماني مشر ملك نصير خان شاهواني او د صوبائي اسمبلۍ غړي بابو رحيم مېنګل د هغه په چېمبر كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د سېنېټ په راروانو ټاكنو او د كروندګرو مسئلو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي