د بره كوهستان او كولئى پالس ضلعو انډر 21 لوبو له ټرائلز په 9 او 10 مارچ كېږي

کوهستان۔24فروری(اے پی پی) بره كوهستان او كولئي پالس ضلعو سره د تعلق لرونكو 21 كلونو نه د كم عمر لوبغاړو ټرائلز په 9 او 10 مارچ كیږي۔ مېل ګېمز لپاره ټرائلز به ګورنمنټ هائی سکول داسو ته نزدې ګراؤنډ ٬ سېر غازي آباد او ګورنمنټ هائر سېکنډری سکول بټېرہ كښې كېږي۔ د كال 2000 جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې نه وروستو زېږېدلي ځوانان به دې لپاره اهل وي۔ ټولو لوبغاړو ته سپارښتنه شوې چې هغوي ټرائل كښې برخه اخستو له په ټاكلي وخت ځان ګراؤند ته ورسوي۔