د براډ شيټ ايوارډ تفصيلات څخه ثابت شوې چې نواز شريف پارليمنټ ٬ سپريم كورټ او قام ته دروغ وئيلي۔ وفاقي وزير اسد عمر

اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي د براډ شيټ تفصيلات څخه ثابت شوې چې نواز شريف پارليمنټ ٬ سپريم كورټ او قام ته دروغ وئيلي۔ وفاقی وزیر اسد عمر د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې ووئيل د براډ شيټ تفصيلات رامخې ته شوي۔ ثالث وئيلي دي شريفه كورنۍ د كال 2000 نه د ايون فيلډ اپارټمنټ مالكه ده۔ ثابت شوې چې نواز شريف پارليمنټ ٬ سپريم كورټ او قام ته دروغ وئيلي۔ تېره ورځ وفاقي وزير اسد عمر د براډ شيټ په اړه پرېكړه شېئر كولو سره ووئيل دا دستاوېز د پي ټي آئي حكومت يا نېب نه دے ليكلے دا خو د انګلېنډ جج ليكلے چې د شريفې كورنۍ په پټ كړي دولت كښې د لندن ايون فيلډ فلېټ هم شامل دي ٬ د هغې د درك لګولو معاوضه 20.5 ملینه ډالره جوړېږي د كومې حق چې براډ شيټ لري۔ اسد عمر ووئيل د شريفې كورنۍ پټ كړے دولت 100 ملینه ډالره دے يعني د 16 اربه روپو په درك لګولو د 20 ملينه ډالره معاوضه وركړې شوې ولې چې د لوظنامې له مخې 80 فيصده پاكستان او 20 فيصد براډ شيټ ته وركول وو