د اېن آر او قيمت 29 ملين ډالره ؤ كوم چې اولس برداشت كوي۔ د براډ شيټ اړوند دستاوېزات پبلك كړې شوي۔ د وزيراعظم د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر

APP06-180121 ISLAMABAD: January 18 - Adviser to PM on Interior and Accountability Mirza Shahzad Akbar addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo Irshad Sheikh

اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي د اېن آر او قيمت 29 ملين ډالره ؤ كوم چې اولس برداشت كوي۔ د براډ شيټ اړوند دستاوېزات پبلك كړې شوي۔ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت په سپېځلي احتساب باور لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه وويئل د براډ شيټ اړوند ځينې دستاوېزات پبلك كوؤ۔ په دې اړه وكيلانو سره مو تماس نيولے۔ هغوي په دې كوم اعتراض نه دې كړے۔ هغه ووئيل د نېب او براډ شيټ ترمينځه لوظنامه په كال 2000 جون مياشت كښې شوې وه۔ دغسې د كال 2000 جولائي مياشت كښې انټرنېشنل ايسټ ريكوري (آئی آر اے) سره لوظنامه شوې وه ۔ په دسمبر 2000 كښې په ډيل كولو نواز شريف سعودي عربستان ته تللے ؤ او د كال 2003 اكتوبر مياشتې په 28 مه نېټه براډ شيټ سره لوظنامه منسوخ كړې وه۔ هغه ووئېل په كال 2007 كښې براډ شيټ او آئي آر اے د پاكستان حكومت ته د واجب الادا رقم وركولو نوټس وركړے ؤ۔ په 20 مئی 2008 براډ شیټ سره لوظنامه وشوه چې له مخې ئې 1.25 ملین وركړې شوې او دغه وخت يوسف رضا ګېلاني وزيراعظم ؤ ۔ هغه ووئېل په كال 2009 كښې براډ شيټ د دغې رقم وركولو لپاره د پاكستان حكومت په ضد عدالت ته لاړو او د كال 2016 جنورۍ مياشت كښې په دې معامله حتمي دلائل وركړے شول او هم په دغه كال په 5 اګست پرېكره د براډ شيټ په حق كښې او د حكومت په ضد راغله۔ هغه ووئېل 2 كاله پس په جولائي 2018 كښې براډ شيټ ته د رقم ادا كولو پرېكړه وكړې شوه۔ دغه وخت لنډ مهاله حكومت ؤ۔ په اګست 2018 كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت جوړ شو او په جولائي كال 2019 كښې مونږ لندن هائي كورټ كښې د دغې پرېكړې په ضد اپيل وكړو چې پكښې په كال 2020 كښې د براډ شيټ په حق كښې عبوري پرېكړه راغله۔ هغه ووئيل د ايون فيلډ په مد كښې براټ شيټ ته 1.5 ملين ډالره او د نواز شريف د نورو اثاثو په مد كښې 19 ملينه ډالره براډ شيټ ته وركړې شوي۔