د ايران جوهري لوظنامي په اړه به ډير زر ښه خبرونه ترلاسه شي ۔ اروپائي ائتلاف

برسلز 24 فروري (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف خارجه پاليسۍ مشر جوزف بوريل هيله څرګنده كړي چې راتلونكو ورځو كښې به د ايران جوهري لوظنامې عمل درآمد په اړه ښه خبرونه ترلاسه شي۔ د اروپائي ائتلاف خارجه پاليسۍ مشر يو خبري کنفرنس كښې د اروپائي ائتلاف د اړخه په جوهري لوظنامه كښې شاملو هېوادونو او امريكې ترمينځه په غير سرکاري توګه د يوې غونډي كولو لپاره د هڅو پلو اشاره كښې ووئيل په دې غونډه كښې د مثبت ردعمل لپاره هيله لرو۔جوزف بوريل ووئيل په جوهري لوظنامه بايد د جوهري لوظونو او بنديزونو ختمولو په اړه په بشپړ ډول عمل در آمد وشي