د انډونيشيا په سماټرا جزيره كښې د 5.8 شدت زلزله

جکارته ۔5 مئی(اے پی پی) د انډونيشيا په سماټرا جزیره كښې د 5.8 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د موسمياتو څانګې او جيو فزكس ايجنسۍ حواله وركولو سره وئيلي چې د انډونيشيا لوئيديزه جزيره سمارټرا كښې د شورؤ په ورځ د ځائي وخت له مخې سهار 24 دقيقې دپاسه 8 بجې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې شدت ئې په رېكټر سكېل 5.8 ريکارډ كړې شو۔ د زلزلې مركز د مینټاوی جزیرې نه 3 کلوميټره سوئيلي ختيز كلي توپیجټ كلي كښې 29 کلومیټر ژور و۔ بلخوا ايجنسۍ تر دې دمه د كومې سونامي وارننګ نه دے جاري كړے۔