د امريكا افغانستان نه د وتلو په مهال د خپلو عسكرو ساتنې له د اضافي جنګي الوتكو لیږلو اعلان

واشنګټن۔7مئی(اے پی پی) د امريكا د دفاع څانګې پېنټاګون اعلان كړے دے چې د امريكائي پوځي كمانډ افغانستان نه د وتلو په مهال د خپلو عسكرو ساتنې له د اضافي جنګي الوتكو لیږلو پرېكړه كړې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې امريكا او ناټو هېوادونو د مئي اولنۍ نېټې نه د افغانستان څخه د خپلو عسكرو ويستلو لړۍ پېل كړې ده۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د امريكا د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمېن مارك ملي يو خبري كنفرنس كښې وئيلي دي افغانستان نه د وتونكي پوځ فضائي تحفظ له د 6 بی – 52 بمبار الوتكو او د 12 اېف ۔ 18 جنګي الوتكو لېږلو امر شوے دے۔ هغه ووئيل په امريكائي او اتحادي پوځ تر دې دمه كوم بريد نه دے شوے بياهم دا خبره رامخې ته شوې ده چې طالبان روزانه په افغان ځواكونو 80 نه تر 120 بريدونه كوي۔ هغه ووئيل افغان پوځ اوس د خپل هېواد لپاره جنګ كوي۔ مارك ملي ووئيل امريكائي پوځ كوم بل هېواد كښې د افغان پوځ تربيه كولې شي۔ پېنټاګون وئيلي چې افغانستان كښې د پاتې امريكائي عسكرو شمېره نزدې دوه نيم زره ده بياهم د خصوصي آپرېشن فورسز په ځائې كولو نه وروسته دا شمېره تر درې نيمو زرو رسېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې امريكائي صدر جو بائیډن په دې ورستيو كښې تر 11 ستمبر د امريكائي پوځ افغانستان نه د وتلو اعلان كړے و او هم د دغې له مخې ناټو اتحاد هم خپل ځواكونه افغانستان نه ويستل پېل كړي دي